دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې دوى شرك كړى وَى (، نو) خامخا به له دوى نه ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى كول الانعام ۶:۸۸ ⧉
تفسیر:
دا چې توفیق ورته ورکړی شوی و دا د الله تعالی توفیق و> رسوي دې توفیق ته چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو نه، او که چیرته دوی د الله تعالی سره بل څوک شریک جوړ کړی و، نو خامخا برباد شوی به و عمل د دوی؛ ځکه چې شرک باطلوونکی دی نیک عمل لره.