Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 89 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 89 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ۚ فَإِنْ يَكْفُرْ بِهَا هَٰؤُلَاءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَيْسُوا بِهَا بِكَافِرِينَ 89
ترجمه:
دا هغه كسان دي چې دوى ته مونږ كتاب او حكم او نبوت وركړى و، نو كه دا خلق په دې سره كفر وكړي، نو یقینًا مونږ د دې لپاره داسې خلق مقرر كړي دي چې په دې سره كفر كوونكى نه دي الانعام ۶:۸۹
تفسیر:
دغه پیغمبران چې بیان شول، خاص دوی هغه کسان دي چې مونږ ورته کتابونه ورکړي دي، او مونږ ورته پوهه د دین ورکړې، او پیغمبري مو ورته ورکړې، نو که چیرته ستا قوم په هغه څه کفر وکړي چې مونږ ورته ورکړی د دې دریو شیانو نه نو یقینا مونږ تیار کړی دې لره داسې یو قوم چې هیڅکله په دې باندې کفر نه کوي، بلکې هغوی مومنان دي، ټینګ دي په دې دین، او هغه مهاجرین او انصار او هغه کسان دي چې د دوی تابعداري یې کړې په نیکې طریقې سره د قیامت د ورځې پورې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 88 راتلونکې الانعام • آیت 90