Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 90 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 90 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۖ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ ۗ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْعَالَمِينَ 90
ترجمه:
دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه، ته ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې مزدوري نه غواړم، نه دى دا مګر د ټولو عالَمونو لپاره نصیحت الانعام ۶:۹۰
تفسیر:
دغه پیغمبران، او د هغوی سره چې څوک د هغوی د پلارانو، اولادونو او وروڼو نه ذکر شول، هم دوی خاص د ریښتوني هدایت والا دي، نو ته د دوی تابعداري وکړه او د دوی لاره خپله کړه، او -ای پیغمبره- خپل قوم ته ووایه: زه ستاسو نه د دې قرآن په تبلیغ باندې مزدوري نه غواړم، نو نه دی قرآن کریم مګر پند او نصیحت؛ لپاره د مخلوقاتو د انسانانو او پیریانو نه، د دې لپاره چې په دې باندې نیغې او برابرې لارې ته ورسیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 89 راتلونکې الانعام • آیت 91