Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 91 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 91 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَىٰ بَشَرٍ مِنْ شَيْءٍ ۗ قُلْ مَنْ أَنْزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاءَ بِهِ مُوسَىٰ نُورًا وَهُدًى لِلنَّاسِ ۖ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا ۖ وَعُلِّمْتُمْ مَا لَمْ تَعْلَمُوا أَنْتُمْ وَلَا آبَاؤُكُمْ ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ 91
ترجمه:
او دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى! كله چې دوى وویل: الله په انسان باندې هېڅ شى نه دى نازل كړى، ته (ورته) ووایه: هغه كتاب چا نازل كړى دى چې موسٰی راوړى و، چې رڼا او هدایت دى د خلقو لپاره؟ چې تاسو يې پاڼه پاڼه كوئ، چې هغه (ځینې) ښكاره كوئ او ډېرې پټوئ، او تاسو ته هغه علم دركړى شو چې نه پرې تاسو پوهېدلئ او نه ستاسو پلاران، ته ووایه: الله (نازل كړى دى) بیا ته دوى په خپلو باطلو بحثونو كې پرېږده چې لوبې كوي الانعام ۶:۹۱
تفسیر:
او مشرکانو د الله په حقه درناوی ونه کړ کله يې چې د هغه نبي محمد صلی الله عليه وسلم ته وويل: الله پر انسان هيڅ وحي نده نازله کړې، اې رسوله! ورته ووايه: څوک دی چې پر موسی يې تورات نازل کړ چې رڼا، هدایت او خپل قوم ته يې لارښوونه وه، چې يهود يې په خپلو کتابچو کې ځينې هغه برخې ښکاروي چې د هغوی د نفسي غوښتنو سره سمې دي او هغه پټوي چې ورسره مخالفې دي لکه د محمد صلی الله عليه وسلم صفت، اې عربو تاسو له قرآن څخه هغه څه زده کړل چې مخکې نه ستاسو زده وو او نه ستاسو د پخوانيو، ورته ووايه! اې رسوله! الله هغه را نازل کړ، بيا هغوی په خپله ناپوهۍ او لار ورکۍ کې پرېږده چې ملنډې وهي او مسخرې کوي، تردې چې باور يې راشي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 90 راتلونکې الانعام • آیت 92