او دا كتاب دى، چې مونږ نازل كړى دى، بركتي دى او د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د دې لپاره چې ته د مكې خلق او د هغې ګېرچاپېره خلق ووېروې او هغه كسان چې په اخرت ایمان لري، دوى په ده ایمان راوړي، په داسې حال كې چې هم دوى د خپلو لمونځونو ساتنه كوي الانعام ۶:۹۲ ⧉
تفسیر:
او دغه قرآن هغه کتاب دی چې موږ پر تا نازل کړی اې نبي! او هغه داسې مبارک کتاب دی چې د مخکېنيو اسماني کتابونو رېښتينی بلونکی دی، ترڅو د مکې خلک او د ځمکې په ختيځو او لوېديځو برخو کې خلک پرې ووېروې، چې لار ومومي او هغه کسان چې د آخرت پر ژوند ايمان لري هغوی پر دغه قرآن هم ايمان لري او پر هغه څه عمل کوي چې پکې دي او د خپلو لمونځونو ساتنه کوي د شريعت له لوري په خپلو ټاکلو وختونو کې د هغو د رکنونو، فرضونو او مستحباتو په اداء کولو سره.