Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الممتحنة — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

الممتحنة • آیت نمبر 11 (ټولې 13 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُمْ مِثْلَ مَا أَنْفَقُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ 11
ترجمه:
او كه چېرې ستاسو په ښځو كې كومه ښځه ستاسو له لاسه ووځي (او) كافرو ته (لاړه شي) بیا ستاسو وار راشي (غزا وكړئ نو غنیمت واخلئ) نو تاسو هغو كسانو ته چې د هغوى ښځې تللې وي هومره (مال) وركړئ چې هغوى (پر هغو ښځو) لګولى دى او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ الممتحنة ۶۰:۱۱
تفسیر:
او که د کافرانو لوري ته ستاسو د ځينو مېرمنو د ارتداد په حالت کې وتل فرض کړل شي، او تاسو له کافرانو څخه د هغوی مهرونه وغوښتل او هغوی ورنه کړل، بيا مو له کافرانو غنيمت ونيوی؛ نو هغو مېړونو ته دومره څه ورکړئ چې څومره مهرونه يې لګولي دي له کومو چې مېرمنې يې مرتدې وتلې وې، او تاسو مؤمنان له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډار شئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الممتحنة • آیت 10 راتلونکې الممتحنة • آیت 12