اى نبي! كله چې تا ته مومنې ښځې راشي چې له تا سره په دې خبره بیعت كوي چې له الله سره به هېڅ شى نه شریكوي او غلا به نه كوي او زنا به نه كوي او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي۔ او په معروفو (نېكو چارو) كې به ستا نافرماني نه كوي، نو ته دوى بیعت كړه او د دوى لپاره د الله مغفرت (بخښنه) وغواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى الممتحنة ۶۰:۱۲ ⧉
تفسیر:
اې نبي کله چې مؤمنې مېرمنې ستاسره د بيعت لپاره درته راشي لکه څنګه چې د مکې د فتحې پر مهال پېښه شوه، د دې لپاره چې هغوی به له الله سره څه نه شريکوي، بلکې يوازې هغه به لمانځي، غلا به نه کوي، زنا به نه کوي، او د جاهليت د زمانې له عادت سره سم خپل اولادونه به نه وژني، او پر خپلو مېړونو پسې به خپل د زنا اولادونه نه تړي، او په نېکۍ کې به ستا سرغړونه نه کوي لکه له پر مړو پسې له ژړا، سرشکولو او ګرېوان څيرلو څخه منع: نو له هغوی سره بيعت وکړه او د هغوی لپاره ستا تر بيعت وروسته له الله څخه د هغوی د ګناهونو لپاره بخښنه وغواړه، بېشکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا ډېر بخښونکی دی چې توبه وباسي، او پر هغوی ډېر مهربان دی.