اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه قوم سره دوستي مه كوئ چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، ۔ یقینًا دوى له اخرته داسې نا امېده شوي دي لكه كفار چې د قبرونو والاو (له راژوندي كېدو) نه نا امېده شوي دي الممتحنة ۶۰:۱۳ ⧉
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له هغه قوم سره دوستي مه کوئ چې الله غضب پرې کړی په آخرت باور نه لري، بلکې هغوی له دې څخه داسې نا هيلي دي لکه څنګه چې هغوی د خپلو مړو له راګرځېدو څخه ناهيلي دي دا د هغوی له بېرته ژوندي کېدو څخه د انکار له امله.