(اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې۔ او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي المنافقون ۶۳:۱ ⧉
تفسیر:
اې رسوله! کله چې ستا مجلس ته هغه منافقان حاضر شي چې اسلام ښکاره کوي، او کفر پټوي، وايي: موږ شاهدي ورکوو چې بېشکه ته هرومرو په حقه د الله رسول يې، او الله پوهيږي چې بېشکه ته په حقه د هغه رسول يې، او الله شاهدي ورکوي چې منافقان هرومرو درواغجن دي په هغه څه کې هغوی يې دعوا کوي چې پرته له شکه هغوی د زړونو له تلې شاهدي ورکوي چې ته د هغه رسول يې.