Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المنافقون — آیت 2 (پښتو) — ویډیو

المنافقون • آیت نمبر 2 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 2
ترجمه:
دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى د الله له لارې نه منع شول، بېشكه دوى چې دي، بد دى هغه كار چې دوى يې كوي المنافقون ۶۳:۲
تفسیر:
هغوی خپل هغه قسمونه چې د ايمان پر دعوا يې کوي د ځانونو لپاره له وژلو او بندي کېدلو ډال او ساتندوی ګرځولي دي، او په هغه څه چې شک او تردد خپروي خلک يې له ايمان څخه ايسار کړي، بېشکه ډېر بد دی هغه نفاق او د درواغو قسمونه چې هغوی يې کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المنافقون • آیت 1 راتلونکې المنافقون • آیت 3