هېڅ یو مصیبت نه رسېږي مګر د الله په حكم سره او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي او الله په هر شي باندې ښه عالم دى التغابن ۶۴:۱۱ ⧉
تفسیر:
هيچا ته په ځان، مال او اولاد کې کوم کړاو نه دی رسېدلی مګر د الله په پرېکړه او ځواک سره او څوک چې پر الله، د هغه پر قضاء او ځواک ايمان لري، الله به د هغه زړه ته د الله د امر او د هغه پر پرېکړه د رضا توفيق ورکړي، او الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي.