او هغه كسان چې كافران شوي دي او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى دغه كسان د اور والا دي، چې په ده كې به همېشه وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى۔ التغابن ۶۴:۱۰ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، او زموږ هغه ايتونه يې درواغ ګڼلي دي چې پر خپل رسول مو نازل کړي دي، همدوی د اور والا دي، تل ترتله به پکې اوسيږي، بد ځای د ورګرځیدو دی چې هغوی ورګرځي.