Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التغابن — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

التغابن • آیت نمبر 9 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ ۗ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 9
ترجمه:
(یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به دى (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي۔، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (، نو) هغه به له هغه نه د هغه ګناهونه لرې كړي او داسې جنتونو ته به يې داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده التغابن ۶۴:۹
تفسیر:
اې رسوله! در په ياد کړه، کوم وخت چې الله د قيامت ورځې لپاره تاسو را غونډ کړي ترڅو مو پر کړنو بدله درکړي، دا هغه ورځ ده چې د کافرانو زيان او نقص به پکې ښکاره شي، داسې چې مؤمنان به له دوزخيانو څخه په جنت کې کورونه په ميراث يوسي، او دوزخيان به په اور کې د جنتيانو منزلونه په ميراث يوسي، او څوک چې پر الله ايمان راوړي او نېک عمل وکړي الله به يې ګناهونه ترې ورژوي، او داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې له ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، نه به ترې وځي، او نه به يې نعمتونه ترې پرې کيږي، دغه چې هغوی ترلاسه کړل داسې لوی بری دی چې هيڅ بريا نه شي ورته رسیدلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التغابن • آیت 8 راتلونکې التغابن • آیت 10