Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الطلاق — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الطلاق • آیت نمبر 6 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنْتُمْ مِنْ وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ ۚ وَإِنْ كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنْفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۖ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُمْ بِمَعْرُوفٍ ۖ وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَىٰ 6
ترجمه:
تاسو دغه ښځې (په عدت كې) د خپل طاقت سره سم د هغه ځاى په څه حصه كې اوسوئ چې تاسو (په كې) اوسېږئ۔ او تاسو دوى ته ضرر مه رسوئ، د دې لپاره چې تاسو په دوى باندې تنګسیا راولئ۔ او كه چېرې دغه (ښځې) امېدوارې (حامله) وي، بیا نو تاسو په دوى باندې خرچه كوئ تر هغه پورې چې دوى خپل حمل وزېږوي۔، نو كه دوى ستاسو (اولاد) لپاره تى وركړي، نو تاسو دوى ته د دوى مزدوري وركړئ او تاسو په خپل مینځ كې په ښې طریقې سره یو له بله سره مشوره كوئ۔ او كه تاسو یو له بل سره سختي وكړئ، نو ده (اولاد) ته به عنقریب بله ښځه تى وركړي الطلاق ۶۵:۶
تفسیر:
اې مېړونو! هغوی هلته و اوسوئ چې په توان کې مو وي، الله مو پر بل څه نه مکلفوي، پر هغوی د تنګۍ راوستلو په هيله پر هغوی په خرڅه، استوګنه او نورو کې ضرر مه رسوئ، که چېرې طلاق شوې ښځې بلاربې وي؛ نو پر هغوی تر هغه خرڅه کوئ چې خپل بار (حمل) کېږدي، که هغوی مو اولادونو ته تی ورکړي؛ نو هغوی ته د تی ورکولو مزدوري ورکړئ، او په ښه توګه د هغوی د مزدورۍ خبره ورسره وکړئ، که چېرې مېړه د ښځې په غوښتل شوې مزدورۍ کې بخيلي وکړي، او هغه ښځه هم بخيلي وکړي پر هغه څه راضي نه شي مګر چې دا يې غواړي، نو بيا دې پلار بله تی ورکوونکي په مزدورۍ ورته ونيسي چې بچي ته يې تی ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الطلاق • آیت 5 راتلونکې الطلاق • آیت 7