Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الطلاق — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الطلاق • آیت نمبر 5 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنْزَلَهُ إِلَيْكُمْ ۚ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا 5
ترجمه:
دغه د الله حكم دى، چې تاسو ته يې دغه نازل كړى دى۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي الطلاق ۶۵:۵
تفسیر:
دغه ياد شوي د طلاق، رجعت او عدت حکمونه د الله حکم دی چې اې مؤمنانو تاسو ته يې نازل کړی تر څو عمل پرې وکړئ، او څوک چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، الله به يې کړي ګناهونه ترې ورژوي او په آخرت کې به لوی اجر ورکړي، چې جنت ته ننوتل دي، او هغه داسې لاسته راوړنه ده چې نه ختميږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الطلاق • آیت 4 راتلونکې الطلاق • آیت 6