او هغه ښځې چې ستاسو په ښځو كې د حیض له راتلو نه ناامېده شوي دي۔ كه چېرې تاسو شك وكړئ۔، نو د دوى عدت درې میاشتې دى او هغه (جینكۍ) چې لا حايضه شوې نه وي۔ او امېدوارې (حامله) ښځې (چې دي) د دوى عدت دا دى چې حمل (بچى) وزېږوي۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي الطلاق ۶۵:۴ ⧉
تفسیر:
او هغه طلاق شوې ښځې چې د حيض (مياشتنۍ ناروغۍ) څخه د زيات عمر له امله نا هيلې شوې وي، که چېرې د هغوی په عدت کې په شک کې شوئ؛ د هغوی عدت درې مياشتې دی، او کومې مېرمنې چې تر اوسه د کم عمرۍ له امله د حيض (مياشتنۍ ناروغۍ) عمر ته نه وي رسېدلې د هغوی عدت همدغه (درې مياشتې) دی، او د بلاربو مېرمنو عدت د طلاق يا مېړه د مړينې له امله دادی چې کله خپل بار(حمل) کېږدي، او څوک چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وېريږي، الله به يې چارې ورته اسانه کړي او هره ستونزه به ورته اسانه کړي.