سوره یونس (آیت 108)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۱۰۸

قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ 108 ١٠٨

ته ووایه: اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه دخپل ځان په ضرر ګمراه كېږي او زه پر تاسو باندې نګران نه یم (۱۰۸)

تفسیر
ای رسوله! ووايه: ای خکو! بېشکه د خپل پالونکي لخوا نازل کړل شوی قران درته راغی، څوک چې په سمه لاره شو او ايمان يې پرې راوړ؛ نو ګټه يې همغه ته ور ګرځېدونکې ده، ځکه الله د بندګانو له پيروۍ بې پروا دی، څوک چې لارورکی شو؛ نو د لارورکۍ اغېز يې يوازې پرخپل ځان دی، الله ته يې د بندګانو سرغړونه زيان نه رسوي، ته پر هغوی څارونکی نه يې، زه مو کړنې څارم او پر هغو حساب درسره کوم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ