سوره الطلاق (طلاق) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




65 الطلاق(الطلاق)، آیت ۱۱

رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ قَدْ أَحْسَنَ اللَّهُ لَهُ رِزْقًا 11 ١١

(او) رسول (يې رالېږلى دى) چې تاسو ته د الله ایتونه لولي، چې ښه څرګندوونكي دي، د دې لپاره چې دغه (الله) هغو كسانو لره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، له تیارو نه رڼا ته وباسي۔ او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (نو) دى به دغه كس داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، یقینًا الله د ده لپاره رزق ډېر ښه كړى دى (۱۱)

تفسیر
دغه ياد (ذکر) هغه رسول دی چې پر تاسو د الله داسې څرګندوونکي ايتونه لولي چې هيڅ پټوالی پکې نشته، په دې هيله چې هغه کسان د لارورکۍ له تيارو څخه د لارښوونې رڼا ته را وباسي چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه د رسول تصديق يې کړی او نېک عملونه يې کړي دي، او څوک چې پر الله باور لري او نېک عمل کوي، الله به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي تل به پکې اوسېدونکی وي، الله هغه ته ښه روزي ورکړې چې داسې جنت ته يې ننه اېستلی چې نعمتونه يې نه ختميږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ