Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الطلاق — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

الطلاق • آیت نمبر 3 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا 3
ترجمه:
او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي۔ او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى، بېشكه الله خپل كار ته رسېدونكى دى۔، یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده الطلاق ۶۵:۳
تفسیر:
او له هغه لورې به روزي ورکوي چې پر زړه يې هم نه راګرځي، او په فکر کې يې هم نه وي، او څوک چې په خپلو چارو کې پر الله بروسه وکړي هغه ورته بسنه کوي، پرته له شکه الله د خپل امر نافذوونکی دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او نه څه ترې پاتې کيږي، او په رېښتيا الله د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده چې هغې ته به رسيږي، نو د سختۍ لپاره خپله اندازه ده او هوساينې لپاره خپله اندازه، چې يو يې هم د انسان لپاره تلپاتې نه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الطلاق • آیت 2 راتلونکې الطلاق • آیت 4