Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التحريم — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

التحريم • آیت نمبر 3 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَىٰ بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ ۖ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَٰذَا ۖ قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ 3
ترجمه:
او (یاد كړه) هغه وخت چې نبي په خپلو ښځو كې كومې ته په راز كې یوه خبره وویله۔، نو كله چې هغې په دې سره (بلې ته) خبر وركړ۔ او الله ده ته دغه (خبره) ښكاره كړه (نو) ده ځینې خبره وښودله او له ځینې نه يې اعراض وكړ۔، نو كله چې ده هغه (ښځه) په دې خبره كړه (نو) هغې وویل: ته په دې باندې چا خبر كړې؟ ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ التحريم ۶۶:۳
تفسیر:
ياد کړه هغه وخت کله چې نبي صلی الله عليه وسلم يوازې حفصې ته خبره وکړه او هغه دا چې دی به خپلې مينځې ماريه ته نه نېږدې کيږي، نو کله چې حفصې عائشه خبره کړه پر هغې خبره، او الله خپل نبي د هغه د راز په افشاء خبر کړ، هغه حفصه ملامته کړه، نو ځينې هغه څه يې ورته ياد کړل چې هغې بيان کړي و او له ځينو خاموش شو، نو هغې وپوښتی: چا پر دغه خبر کړې؟ هغه وفرمايل: پر هر څه ښه پوه خبر کړم او پر هرپټ ښه خبر.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التحريم • آیت 2 راتلونکې التحريم • آیت 4