Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التحريم — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

التحريم • آیت نمبر 4 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


إِنْ تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ 4
ترجمه:
كه چېرې تاسو دواړه الله ته توبه وباسئ، نو یقینًا ستاسو د دواړو زړونه مايله شوي دي او كه د ده (نبي) په خلاف تاسو یوه له بلې سره مدد وكړئ، نو بېشكه چې الله، همغه د ده مددګار دى۔ او جبریل او صالح مومنان او ملايك له دې نه پس مددګاران دي التحريم ۶۶:۴
تفسیر:
پر تاسو دواړو واجب دي چې توبه وباسئ، ځکه زړونه مو د هغه څه مينې ته کاږه شول چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم يې نه خوښوي لکه له خپلې مينځې څخه ډډه کول او هغه پرځان حرامول، او که تاسې دواړه له خپل لورې د هغه پر هڅونه ټينګار کوئ، نو الله د هغه ملګری او مرستندوی دی، همدارنګه جبريل او غوره مؤمنان يې ملګري او مرستندويان دي. د الله له مرستې وروسته د هغه څه پر خلاف پرېښتې د هغه مرستندويې او مل دي چې هغه ته ازار رسوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التحريم • آیت 3 راتلونکې التحريم • آیت 5