كه دى تاسو ته طلاق دركړي (، نو) امېد دى چې د ده رب به ده ته په بدل كې له تاسو نه ډېرې غوره ښځې وركړي، چې مسلمانانې، مومنانې، اطاعت ګزارې، توبه اېستونكې، عبادت كوونكې، روژه نیوونكې، (هجرت كوونكې) څښتن لیدلې او پېغلې به وي التحريم ۶۶:۵ ⧉
تفسیر:
نېږدې ده چې د هغه پالونکی ستاسو په بدل کې هغه ته له تاسې غوره مېرمنې ورکړي، که يې نبي تاسې طلاقې کړي، چې د هغه د امر منونکې، پر الله او د هغه پر رسول ايمان لرونکې، الله لره پيروي کوونکې، له خپلو ګناهونو توبه اېستونکې، خپل پالونکي لره لمانځونکې، روژه نيوونکې، کونډې او داسې پېغلې به وي چې له هغه پرته بل څوک نه وي ورسره يوځای شوی، خو هغه طلاقې نه کړې.