اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور نه بچ وساتئ چې د هغه خشاك خلق او كاڼي دي، په ده باندې ډېر سخت خویه، قوتناك ملايك مقرر دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرمانۍ نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي۔ او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم كولى شي التحريم ۶۶:۶ ⧉
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، خپل ځانونه او کورنيو مو له هغه لوی اور څخه وژغورئ چې پر خلکو او ډبرو بليږي، پر دغه اور به داسې سخت زړې پرېښتې وي چې څوک ورداخليږي له هغو سره به سختي کوي، د الله له امره به سرغړاوی نه کوي کله چې هغوی ته امر کوي، هغه څه به کوي چې امر يې ورته کوي پرته له ځنډ او سستۍ څخه.