Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التحريم — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

التحريم • آیت نمبر 7 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 7
ترجمه:
اى هغو كسانو چې كافران شوي دي! تاسو نن ورځ عذرونه مه وړاندې كوئ۔، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته به د هغه څه بدله دركولى شي چې تاسو به كول التحريم ۶۶:۷
تفسیر:
د قيامت په ورځ به کافرانو ته ويل کيږي: اې هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی! نن له هغه کفر او ګناهونو څخه عذرونه مه کوئ چې پرې واست، هيڅکله به مو عذرونه ونه منل شي، په دغه ورځ کې خو تاسو ته يوازې د هغه څه بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو پر الله کوم کفر او د هغه د رسول درواغ ګڼل کول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التحريم • آیت 6 راتلونکې التحريم • آیت 8