Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 116 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 116 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قَالَ أَلْقُوا ۖ فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ 116
ترجمه:
ويې ويل: تاسو يې وغورځوئ، نو كله چې هغوى وغورځولې (، نو) د خلقو پر سترګو يې جادو وكړ او هغوى يې ښه ووېرول او ډېر لوى جادو يې وكړ الاعراف ۷:۱۱۶
تفسیر:
موسی -علیه السلام- ورته جواب ورکړ پداسې حال کې چې هغه ډاډه و د خپل رب له طرف نه په مدد سره او په هغوی یې هیڅ پروا نه وه: تاسو خپلې رسۍ (پړي) او امساګانې ورغورځوئ، نو هر کله چې هغوی وغورځولې د خلکو په سترګو یې جادو وکړ په اړولو د هغوی د سترګو د سم راګیرولو نه، او خلک یې وویرول، او راتګ یې وکړ په ډیر قوي او سخت جادو سره د خلکو په نظر کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 115 راتلونکې الاعراف • آیت 117