Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 117 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 117 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ 117
ترجمه:
او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول الاعراف ۷:۱۱۷
تفسیر:
او الله تعالی خپل پیغمبر او کلیم (خبرې کړی شوي) موسی -علیه السلام- ته وحي (حکم) وکړ: چې وغورځوه -ای موسی- امسا خپله، نو هغه وغورځوله، او د هغې نه مار جوړ شو داسې چې د هغوی رسۍ ګانې او امساګانې یې تیرې کړلې هغه چې هغوی د حقیقت د اړولو لپاره استعمالولې، او خلکو ته یې داسې ښودله ګویا کې دا ماران دی چې منډې وهي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 116 راتلونکې الاعراف • آیت 118