Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 124 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 124 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ 124
ترجمه:
خامخا لازمًا به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادلې بدلې غوڅې كړم، بیا به خامخا لازمًا تاسو ټول په دار كړم الاعراف ۷:۱۲۴
تفسیر:
خامخا زه به پرې کړم د هر یو ستاسې نه ښي لاس او چپه پښه او یا چپ لاس او ښي پښه، بیا به تاسو ټول د کجورو په تنو پورې زوړند کړم چې دا به ستاسو لپاره عبرتناکه سزا وي او ویروونکي به وي هر هغه چا لره چې تاسو په دې حال کې وویني.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 123 راتلونکې الاعراف • آیت 125