Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 123 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 123 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّ هَٰذَا لَمَكْرٌ مَكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا مِنْهَا أَهْلَهَا ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ 123
ترجمه:
فرعون وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا لازمًا یو مكر (سازش) دى چې تاسو په دې ښار كې (دا) مكر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له دې (ښار) نه د هغه اوسېدونكي وباسئ، نو ژر به تاسو پوه شئ الاعراف ۷:۱۲۳
تفسیر:
فرعون هغوی ته په ګواښوونکي ډول وویل وروسته د ایمان راړولو د هغوی نه یواځې په الله تعالی باندې: تاسو د موسی خبره ومنله مخکې له دې چې زه درته اجازه وکړم؟ یقینا ستاسو په هغه باندې ایمان راوړل او تصدیق کول ستاسو هغه څه لره چې موسی پرې راتګ کړی خامخا یوه دوکه او چل دی چې تاسو او موسی یوځای جوړکړی د دې لپاره چې د دې ښار والا د خپل ښار نه وباسئ، نو زر دې چې تاسو به پوهه شئ -ای جادوګرانو- چې په تاسو به کوم عذاب راځي او تاسو ته به کومه سزا دررسیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 122 راتلونکې الاعراف • آیت 124