موسٰی خپل قوم ته وویل: تاسو له الله نه مدد وغواړئ او صبر كوئ، بېشكه ځمكه د الله لپاره ده، هغه په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك د دې وارث ګرځوي چې يې وغواړي او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى الاعراف ۷:۱۲۸ ⧉
تفسیر:
وویل موسی -علیه السلام- پداسې حال کې چې وصیت کوونکی و خپل قوم ته: ای زما قومه! یوازې د الله تعالی څخه مدد وغواړئ د ضرر په دفع کولو او د فایدې په رانیولو کې، او صبر وکړئ په هغه امتحان چې تاسو پکې یاست، بیشکه ځمکه خاص الله تعالی لره ده، او د فرعون او د بل چا نده ترڅو پکې واک وکړي، او الله تعالی یې د خلکو تر منځ اړوي راړوي په خپله خوښه، خو لیکن اخري خایسته انجام په ځمکه کې د مومنانو دی هغوی چې د الله تعالی حکمونه مني او د هغه له منهیاتو څخه ځان ساتي، نو دا ځمکه دوی لره ده او اګر که دوی ته په دې کې مصیبتونه او امتحانونه ورسیږي.