Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 129 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 129 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قَالُوا أُوذِينَا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِيَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَنْ يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ 129
ترجمه:
(بني اسرائیلو) وویل: مونږ ته تكلیف رسول شوى دى، مخكې له دې چې ته مونږ ته راشې او وروسته له دې چې ته مونږ ته راغلې. (موسٰی) وویل: امېد دى چې ستاسو رب به ستاسو دښمن هلاك كړي او تاسو به په ځمكه كې خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړي، بیا به هغه ګوري چې تاسو څنګه عمل كوئ؟ الاعراف ۷:۱۲۹
تفسیر:
له بني اسرائیلو څخه د موسی -علیه السلام- قوم هغه ته وویل: ای موسی!: بیشکه مونږ وړاندې ستا له راتګ څخه او وروسته لدې چې مونږ ته راغلې د فرعون له لورې زمونږ د اولادونو په وژلو او د مېرمنو په پریښودلو سره ازمایل شوي یو ، موسی -علیه السلام- ورته د نصیحت کولو پر مهال د اسانتیاوو زیرې ورکړ او داسې یې ورته وویل: کېدای شي رب مو فرعون دښمن او قوم یې هلاک کړي، او وروسته له هغوی څخه به تاسو ته به په زمکه کې ځواک درکړي، بیا به نو وګوري چې تاسو شکر باسئ او که ناشکري کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 128 راتلونکې الاعراف • آیت 130