Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 137 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 137 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الْأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا ۖ وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَىٰ عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُوا ۖ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُوا يَعْرِشُونَ 137
ترجمه:
او مونږه هغه خلق چې ضعيفه كولى شول د ځمكې د مشرقي اړخونو او د هغې د مغربي اړخونو وارثان وګرځول، هغه (اړخونه) چې مونږ په هغو كې بركت اچولى دى، او ستا د رب ډېره ښه كلمه په بني اسرائیلو باندې تمامه شوه، د دوى د صبر كولو په سبب او مونږه تباه كړې هغه (ودانۍ) چې فرعون او د هغه قوم به جوړولې او هغه چې دوى به لوړولې الاعراف ۷:۱۳۷
تفسیر:
او ورمو کړ بني اسرایېلو ته هغوی چې کمزوري به ګڼل فرعون او د هغه قوم د ځمکې د ختیځ او لویدیځ اړخونه، او لدې نه مراد د شام ښارونه دي، دا هغه ښارونه دي چې الله تعالی پکې برکت اچولی په راویستلو د فصلونو او د میوو د دې په ډیره ښه توګه، او پوره شوه ښایسته وعده د رب ستا -ای پیغمبره- هغه چې په دې آیت کې ذکر شوې ده: ((او مونږ غواړو چې احسان وکړو په هغو کسانو چې کمزوري کړی شوي وو په ځمکه کې او جوړ کړو مونږ دوی لره مشران د دین او جوړ کړو دوی لره وارثان د ځمکې).[القصص:۵]، نو الله تعالی دوی ته په ځمکه کې ځای ورکړ د دوی د صبر په وجه په هغو تکلیفونو چې دوی ته د فرعون او د هغه د قوم څخه رسیدلي وو، او وران کړل مونږ هغه فصلونه او د اوسیدو خونې چې دوی جوړول، او هغه چې دوی کوم قصرونه ودانول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 136 راتلونکې الاعراف • آیت 138