Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 138 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 138 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَىٰ قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَىٰ أَصْنَامٍ لَهُمْ ۚ قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَلْ لَنَا إِلَٰهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ ۚ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ 138
ترجمه:
او مونږه بني اسرائیل په سمندر پورې اېستل، نو دوى په داسې قوم راغلل چې د خپلو بتانو په عبادت قايم وو، وویل (بني اسرائیلو:) اى موسٰی! مونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي، (موسٰی) وویل: بېشكه تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ الاعراف ۷:۱۳۸
تفسیر:
او هغه مهال مو بني اسرائیل له سمندر څخه واړول کله چې موسی (علیه السلام) هغه په خپله امسا وواهه او وچاودیده، نو دوی په داسې یو قوم باندې ورتیر شول چې هغوی همیشوالی کاوه په بندګۍ د خپلو بتانو چې د الله تعالی نه پرته یې د هغوی بندګي کوله، نو بني اسرایېلو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! جوړ کړه مونږ لره یو بت چې مونږ یې بندګي کوو لکه څنګه چې دوی لره بتان دي او دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوي، موسی -علیه السلام- دوی ته وویل: ای زما قومه! یقینا تاسو داسې یو قوم یاست نه پوهیږئ په هغه څه چې د الله تعالی حق جوړیږي د هغه د توحید او لویۍ نه، او په هغه څه چې نه ښائې د هغه سره د شرک او د بل چا د بندګي نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 137 راتلونکې الاعراف • آیت 139