Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 147 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 147 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 147
ترجمه:
او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، د هغوى عملونه برباد شول، دوى ته به بدله نه وركول كېږي مګر د هغو كارونو چې دوى به كول الاعراف ۷:۱۴۷
تفسیر:
او هغه کسان چې دروغجن ګڼي زمونږ آیتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د پیغمبرانو زمونږ، او دروغجن ګڼي ملاقات د الله تعالی د قیامت په ورځ، برباد شوي دي هغه نیک عملونه د دوی، نو ثواب نه ورکول کیږي دوی ته په دې باندې د اساسي شرط د نشتوالي له وجې چې هغه ایمان دی، او بدله به نه ورکول کیږي دوی ته د قیامت په ورځ مګر د هغه کفر او شرک چې دوی په الله تعالی باندې کړی و، او بدله د دې همیش والی دی په اور کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 146 راتلونکې الاعراف • آیت 148