Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 148 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 148 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَىٰ مِنْ بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ ۚ أَلَمْ يَرَوْا أَنَّهُ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا ۘ اتَّخَذُوهُ وَكَانُوا ظَالِمِينَ 148
ترجمه:
او د موسٰی قوم د هغه (له تلو) نه پس د خپلو كالیو (زیوراتو) نه مجسم سخى جوړكړ چې د هغه لپاره د سخي اواز و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دا (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو الاعراف ۷:۱۴۸
تفسیر:
او جوړ کړ د موسی -علیه السلام- قوم وروسته د تللو د هغه د خپل رب د ملاقات لپاره د خپلو ګاڼو څخه یوه مجسمه (ډانچه) د خوسي چې ساه پکې نه وه او اواز به یې کاوه، آیا دوی نه پوهیږي چې بیشکه دا خوسی د دوی سره خبرې نشي کولی، او نه ورته د حسي یا معنوی خیر طرف ته هدایت کولی شي، او نه دوی ته خیر رسولی شي او نه ترې ضرر اوچتولی شي؟! نیولی و دوی دې لره حقدار د بندګۍ او دوی په دې کار سره ظلم کوونکي وو د خپلو ځانونو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 147 راتلونکې الاعراف • آیت 149