او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى الاعراف ۷:۱۵۳ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې بد عملونه یې کړي دي د الله تعالی سره د شرک کولو نه، او د ګناهونو نه، بیا الله تعالی ته توبه وباسي داسې چې په هغه ایمان راوړي، او پریږدي هغه ګناهونه چې دوی مخکې کول، بیشکه ستا رب -ای پیغمبره- وروسته د دې توبې نه او د شرک نه ایمان طرف ته ګرځیدلو نه، او د ګناهونو څخه تابعدارۍ ته، خامخا بخښنه کونکی دی دوی ته په پردې اچولو سره او په عفوې سره، مهربان دی په دوی باندې.