Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 154 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 154 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا سَكَتَ عَنْ مُوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الْأَلْوَاحَ ۖ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ 154
ترجمه:
او كله چې د موسٰی غصه سړه شوه، تختۍ يې راواخيستلې او د هغو په لیك كې هدایت او رحمت و د هغو كسانو لپاره چې هغوى يواځې له خپل رب نه وېرېږي الاعراف ۷:۱۵۴
تفسیر:
او کله چې د موسی -علیه السلام- غصه سړه شوه او ارام شو، کومې تختې یې چې د غصې له وجې نه غورځولې وې هغه یې راواخیستې، او پدې تختو کې هدایت و د ګمراهۍ نه او د حق بیان پکې و، او په دې کې رحمت و د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویره کوي، او د هغه له عذاب څخه ویریږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 153 راتلونکې الاعراف • آیت 155