Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 155 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 155 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَاخْتَارَ مُوسَىٰ قَوْمَهُ سَبْعِينَ رَجُلًا لِمِيقَاتِنَا ۖ فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُمْ مِنْ قَبْلُ وَإِيَّايَ ۖ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَاءُ مِنَّا ۖ إِنْ هِيَ إِلَّا فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَنْ تَشَاءُ وَتَهْدِي مَنْ تَشَاءُ ۖ أَنْتَ وَلِيُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۖ وَأَنْتَ خَيْرُ الْغَافِرِينَ 155
ترجمه:
او موسٰی له خپل قوم نه اویا كسان زمونږ د مقرر كړي وخت لپاره غوره كړل، نو كله چې هغوى زلزلې ونیول، وویل (موسٰی:) اى زما ربه! كه چېرې تا غوښتلى، تا به دوى مخكې هلاك كړي و او زه (هم)، ایا ته مونږه د هغه كار په وجه هلاكوې چې پر مونږ كې بېوقوفو كړى دى؟ نه دي دا مګر ستا ازمایل، ته په دې سره ګمراه كوې چا لره چې ته وغواړې او په نېغه لار روانوې چا لره چې وغواړې، ته زمونږ كارساز يې، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو غوره بخښونكى يې الاعراف ۷:۱۵۵
تفسیر:
او موسی -علیه السلام- د خپل قوم څخه اویا هوښیار کسان غوره کړل د دې لپاره چې خپل رب ته عذر وکړي د هغه څه نه چې د هغه د قوم کم عقلانو د خوسي عبادت کړی و، او الله تعالی دوی سره د یوې مقررې نیټې وعده کړې وه چې هغې ته به حاضریږي، نو هر کله چې دوی حاضر شول په الله تعالی یې جرات وکړ، او د موسی -علیه السلام- څخه یې وغوښتل چې دوی ته دې الله تعالی وښایې، نو دوی زلزلې ونیول او لدې وجې نه دوی بې هوشه شول او مړه شول، نو موسی -علیه السلام- خپل رب ته عاجزي وکړه، او ویې ویل: ای زما ربه! که چیرته تا غوښتلی وی هلاکول د قوم زما او هلاکول زما د دوی سره مخکې د راتګ د دوی نه نو تا به هلاک کړی وی، آیا ته هلاکوې مونږ لره په سبب د هغه کار چې زمونږ کم عقلانو کړی دی؟ نو زما قوم چې کوم د خوسي عبادت کړی دی دا نه و مګر یو امتحان، ګمراه کوې ته په دې سره څوک چې وغواړې، او هدایت کوې چاته چې وغواړې، ته زمونږ د کارونو واکدار یې نو بخښنه وکړې مونږ ته زمونږ د ګناهونو، او رحم وکړې پر مونږ باندې ستا په پراخه رحمت سره، او ته هغه غوره ذات یې ګناه بخښې، او له ګناه څخه (بنده) ته تېریږې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 154 راتلونکې الاعراف • آیت 156