او كله چې دوى ته وویل شول چې تاسو په دې كلي كې اوسئ او له دې (كلي) نه خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه شي، او تاسو وایئ: وبخښه (زمونږ ګناهونه) او په دروازه كې سجده كوونكي داخل شئ، مونږ به ستاسو ګناهونه وبخښو، ژر به مونږ نېكي كوونكو ته نور زیات (ثواب) وركړو الاعراف ۷:۱۶۱ ⧉
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی بني اسرایېلو ته وویل: ننوځئ تاسو بیت المقدس ته، او د هغه کلې له میوو څخه وخورئ کوم ځای چې ستاسو خوښ وي او په کوم وخت کې چې تاسو غواړئ، او ووایئ: ای زمونږ ربه! لرې کړه زمونږ نه ګناهونه زمونږ، او ننوځئ په دروازه کې رکوع کوونکي او عاجزي کوونکي خپل رب ته؛ نو که چیرته تاسو دا کار وکړ، نو مونږ به ستاسو د ګناهونو نه تېر شو، او خامخا زیاتوو مونږ خایسته عمل کوونکو لره د دنیا او آخرت د نعمتونو نه.