Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 162 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 162 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَظْلِمُونَ 162
ترجمه:
نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې دوى ته ویل شوې وه په بل شان بدله كړه، نو مونږه پر هغوى باندې له اسمان نه عذاب راولېږه، په سبب د هغه ظلم چې دوى به كاوه الاعراف ۷:۱۶۲
تفسیر:
نو له هغوی تېری کوونکو يې هغه وينا چې امر ورته پرې شوی و، بدله کړه او ويې ويل: په وربشه کې دانه ده، پر ځای د هغې وینا چې - په هغې سره - هغوی ته د بخښنې غوښتلو امر شوی و، هغه فعل چې امر ورته پرې شوی و، هغه يې بدل کړ، نو په ناسته په شا څښېدونکي داخل شول، پر ځای د دې چې الله ته عاجزي کوونکي او سر ټيټوونکي داخل شي، نو پر هغوی مو له آسمانه د هغوی د تېري له امله عذاب ولېږلو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 161 راتلونکې الاعراف • آیت 163