Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 163 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 163 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَاسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ ۙ لَا تَأْتِيهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَبْلُوهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ 163
ترجمه:
او ته له دوى نه د هغه كلي په باره كې تپوس وكړه چې د سمندر په غاړه و، كله چې به دوى د خالي په ورځ له حد نه تېرېدل، كله چې به دوى ته د دوى د خالي په ورځ خپل كبان ښكاره راتلل، او په هغې ورځ كې چې دوى به په خالي كې نه وو داخل (، نو) دوى ته به نه راتلل، همدارنګه مونږه دوى ازمایو، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله الاعراف ۷:۱۶۳
تفسیر:
او پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له یهودیانو څخه د یاداښت ورکولو لپاره دوی ته په هغه عذاب سره چې الله تعالی د دوی مشرانو ته ورکړی و، د هغه کلې اوسیدونکو ته چې د دریاب په غاړه و، کله چې دوی د الله تعالی له حدودو څخه تیری کاوه په ښکار کولو سره د خالي (شنبې) په ورځ وروسته لدې چې دوی منع شوي وو لدې کار څخه کله چې الله تعالی په دوی باندې امتحان وکړ داسې چې ماهیان به د خالي په ورځ د اوبو په سره ښکاره راتلل، او په نورو ورځو کې به ماهیان دوی ته نه راتلل، الله تعالی په دوی دا امتحان ځکه کړی و چې دوی د هغه د تابعدارۍ نه وتلي وو او ګناهونه یې کول، نو دوی د دغو ماهیانو د ښکار لپاره چل جوړ کړ داسې چې جالونه یې ورته ولګول، او کندې یې وویستلې، نو ماهیان به د خالي (شنبې) په ورځ په دې کې لویدل، نو چې د اتوار (یکشنبې) ورځ به شوه دوی به هغه راونیول او خوړل به یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 162 راتلونکې الاعراف • آیت 164