Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 169 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 169 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُوا الْكِتَابَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَٰذَا الْأَدْنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِنْ يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِثْلُهُ يَأْخُذُوهُ ۚ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِمْ مِيثَاقُ الْكِتَابِ أَنْ لَا يَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوا مَا فِيهِ ۗ وَالدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 169
ترجمه:
نو له دوى نه وروسته داسې نالايقه خلق د دوى ځاى ناستي شول، چې د كتاب وارثان شول، چې د دې ډېر خسیسې (دنیا) سامان اخلي او (بیا هم) وايي: ژر به مونږ ته بخښنه وشي او كه چېرې دوى ته د دې په مثل سامان راشي (، نو) هغه (هم) اخلي، ایا له دوى نه په كتاب كې پخه وعده نه وه اخيستل شوې چې دوى به په الله باندې نه وايي مګر حقه خبره او دوى هغه (احكام) لوستي وو چې په هغه (كتاب) كې وو، او د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو ولې له عقل نه كار نه اخلئ الاعراف ۷:۱۶۹
تفسیر:
نو راغلل وروسته د دوی نه بد خلک چې د دوی خلیفګان (وارثان) وو، تورات یې د خپلو مشرانو څخه اخیستی و، هغه به یې لوسته خو لیکن عمل به یې نه کاوه په هغه احکامو چې په دې کې و، د الله تعالی د کتاب د بدلولو په وجه به یې د دنیا لږ بیکاره سازوسامان د رشوت په ډول اخیست، او د فیصله کولو د وجې نه په هغه څه چې دې کې ندي راغلي، او ځان ته به یې دا امیدونه ورکول چې خامخا الله تعالی به دوی ته د دوی ګناهونه وبخښي، او که چیرته راشي دوی ته لږ دنیوي سازوسامان نو اخلي يې په پرلپسې توګه، آیا نه وو اخیستي الله تعالی د دوی نه مضبوط لوظونه او وعدې په دې خبره چې نه به وایې دوی په الله تعالی مګر حق به وائې پغیر د تحریف او بدلولو نه؟! او نه و پریښودل د دوی عمل کولو لره په کتاب باندې د ناپوهۍ له وجې، بلکې سره له پوهې نه وو، نو بیشکه دوی لوستلي وو هغه څه چې په دې کې وو او یاد کړي يې هم وو، نو د دوی ګناه ډیره سخته ده، او کور وروستنی او هغه دایمي نعمتونه چې په دې وروستني کور کې دي ډیر غوره دي د دې ختمیدونکي سازوسامان څخه، هغه چا لره چې د الله تعالی څخه ویریږي د هغه د اوامرو په عملي کولو سره او د هغه د نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، آیا دا کسان چې دا لږ سازوسامان اخلي ولي نه پوهیږي چې بیشکه هغه څه چې الله تعالی د پرهیزګارانو لپاره په آخرت کې تیار کړي ډیر غوره او همیشه پاتي کیدونکي دي؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 168 راتلونکې الاعراف • آیت 170