Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 168 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 168 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَقَطَّعْنَاهُمْ فِي الْأَرْضِ أُمَمًا ۖ مِنْهُمُ الصَّالِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَبَلَوْنَاهُمْ بِالْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ 168
ترجمه:
او مونږه دوى په ځمكه كې بېل بېل كړل، څو ډلې، ځینې له دوى نه نېكان دي او ځینې له دوى نه راكم دي، او مونږ دوى په نعمتونو او تكلیفونوسره وازمایل، د دې لپاره چې دوى راوګرځي (الله ته) الاعراف ۷:۱۶۸
تفسیر:
او مونږ دوی په ځمکه کې وویشل، او ټس نس مو کړل په دې کې په ډلو سره، وروسته لدې نه چې دوی یوځای وو، ځینې د دوی نه نیکان دي چې ولاړ دي د الله تعالی په حقونو او د هغه د بندګانو په حقونو، او ځینې د دوی نه درمیانه دي، او بعضې د دوی نه زیاتي کوونکي دي په خپلو ځانونو باندې په ګناهونو سره، او مونږ په دوی باندې امتحان وکړ په پراخۍ او سختۍ سره د دې لپاره چې شاید دوی د هغو ګناهونو څخه راوګرځي چې دوی په کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 167 راتلونکې الاعراف • آیت 169