Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 167 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 167 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ ۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ ۖ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 167
ترجمه:
او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې خامخا ضرور به په دوى باندې د قیامت د ورځې پورې داسې څوك مسلط كوي چې دوى ته به سخت عذاب رسوي، بېشكه ستا رب خامخا ډېر تېز عذاب والا دى او بېشكه هغه خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى الاعراف ۷:۱۶۷
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی صریح اعلان وکړ چې هیڅ پټوالی پکې نه و چې خامخا به په یهودیانو باندې داسې څوک مسلطوي چې دوی به ذلیلوي او سپکوي به يې په دې دنیوي ژوند کې د قیامت تر ورځې پورې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- خامخا سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا ته چې د هغه نافرماني کوي، تر دې چې هغه لره په دنیا کې په تلوار سره سزا ورکوي، او بیشکه خامخا هغه بخښې ګناهونه د هغه چا چې هغه ته توبه وباسي د خپلو بندګانو نه، رحم کوونکی دی په دوی باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 166 راتلونکې الاعراف • آیت 168