او له هغو كسانو څخه چې مونږ پیدا كړي دي؟ یوه ډله ده چې په حقه سره نېغه لار ښیي او په دې (حق) سره انصاف كوي الاعراف ۷:۱۸۱ ⧉
تفسیر:
او د هغه چا نه چې مونږ پیدا کړي؛ یوه ډله ده چې بیان کوي خپلو ځانونو ته په حق سره، او نور خلک هم دې حق ته رابولي نو هغوی هم هدایت بیانوي، او په دې حق سره په انصاف فیصلې کوي نو ظلم زیاتی نه کوي.