Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 180 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 180 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا ۖ وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ ۚ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 180
ترجمه:
او خاص د الله لپاره ترټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو دى په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه (الله) په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به دوى ته د هغو عملونو سزا وركړى شي چې دوى به كول الاعراف ۷:۱۸۰
تفسیر:
او خاص الله پاک لره دي خایسته نومونه هغه چې د هغه په لویۍ او کمال دلالت کوي، نو تاسو وسیله ونیسئ په دې نومونو سره الله تعالی ته په غوښتلو د هغه څه کې چې تاسو يې غواړئ او په دې نومونو سره د الله تعالی ثنا بیان کړئ، او پریږدئ هغه څوک چې کږیږي د حق نه په دې نومونو کې داسې چې د الله تعالی نه پرته بل چاته دا نومونه ورکوي، او یا يې د الله تعالی څخه منفي کوي، او یا يې په معنا کې تحریف کوي او یا د الله تعالی سره بل څوک مشابه کوي، زر دی خامخا مونږ به دې خلکو ته چې د حق نه کږیږي سزا ورکړو: دردناک عذاب په سبب د هغو کارونو چې دوی کول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 179 راتلونکې الاعراف • آیت 181