او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي الاعراف ۷:۱۷۹ ⧉
تفسیر:
او بیشکه مونږ پیدا کړي د جهنم لپاره ډیر د پیریانو نه، او ډیر د انسانانو نه؛ ځکه مونږ پر دې پوهېدو چې دوی به د جهنمیانو کارونه کوي، دوی زړونه لري خو داسې څه پرې نه شي راګیرولوي چې دوی په خپل ګټه او تاوان پوه شي، او دوی لره سترګي هم شته خو لیکن په نفسونو او کایناتو کې پرې د الله تعالی د قدرت نښې نه شي لیدلی چې عبرت ترې واخلې، او دوی لره غوږونه هم شته خو لیکن د الله تعالی آیتونه پرې نشي اوریدلی چې پدې کې غور او سوچ وکړي، دغه کسان چې دا صفات لري د عقل په نشتوالي کې د څارویو په شان دي، بلکې د څارویو نه هم ډېر لرې دي په ګمراهۍ کې، دغه کسان بې خبره دي د ایمان نه په الله تعالی او په ورځې د آخرت.