ایا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت كې غور نه دى كړى او په هغه كې چې الله څه شى هم پیدا كړى دى او په دې كې چې كېدى شي چې د دوى اجل ډېر نژدې شوى وي، نو له دې (قرآن) نه وروسته به دوى په كومه خبره ایمان راوړي؟ الاعراف ۷:۱۸۵ ⧉
تفسیر:
آیا نه ګوري دا خلک د اعتبار په سترګو د الله تعالی بادشاهئ ته په اسمانونو او ځمکه کې، او وګوري هغه څه ته چې الله تعالی په دې کې پیداکړي د حیواناتو او نباتاتو او نورو مخلوقاتو نه، او سوچ وکړي په خپلو هغو نیټو کې چې کیدای شي د هغې اخر وخت رانږدې شوی وي نو مخکې د وخت د ختمیدو نه توبه وباسي، نو کله چې دوی په قران باندې ایمان نه راوړي او په هغو زیرو او ویرو باندې چې په دې کتاب کې دي نو په کوم کتاب به ایمان راوړي؟!