Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 184 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 184 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا ۗ مَا بِصَاحِبِهِمْ مِنْ جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ 184
ترجمه:
ایا دوى فكر نه دى كړى، چې د دوى په ملګري پورې هېڅ لیونتوب نشته، نه دى هغه مګر یو ښكاره وېروونكى الاعراف ۷:۱۸۴
تفسیر:
آیا سوچ او فکر نه کوي دا دروغ ګڼونکي د الله تعالی آیتونو لره او د هغه پیغمبر لره، نو خپل عقلونه په کار واچوي د دې لپاره چې دوی ته ښکاره شي چې بیشکه محمد صلی الله علیه وسلم لیونی ندی، بلکې دې د الله تعالی له طرفه یو پیغمبر دی د دې لپاره یې رالیږلی چې خلک د الله تعالی له عذاب څخه په ډاګه وویروي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 183 راتلونکې الاعراف • آیت 185