Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 195 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 195 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۗ قُلِ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنْظِرُونِ 195
ترجمه:
ایا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره هغوى تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا ما سره چل وكړئ، پس ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ الاعراف ۷:۱۹۵
تفسیر:
آیا شته دی دې بتانو لره چې تاسو د بندګئ حقدار نیولي: پښې چې هغوی پرې مزل کوي نو ستاسو په حاجتونو کې منډي ووهي؟ آیا شته دوی لره لاسونه چې په خپل طاقت سره ستاسو څخه دفاع وکړي؟ آیا شته دوی لره سترګې چې هغه شیان پرې وویني چې ستاسو نه پټ دي نو تاسو لره پرې خبر درکړي؟ آیا شته دوی لره غوږونه چې واوري په دې سره هغه څه چې ستاسو نه پټ دي نو د هغه علم تاسو ته درورسوي؟ نو که چیرته دوی د دې ټولو نه خالي دي نو بیا ولې تاسو د دوی بندګي کوئ په دې اومید چې دوی به تاسو ته څه فایده درورسوي او یا به ستاسو نه ضرر دفع کړي؟! ته ووایه -ای پيغمبره- دې مشرکانو ته: تاسو راوبلئ هغه څوک چې تاسو یې د الله تعالی سره برابروئ، بیا ما ته د ضرر راکولو لپاره چلونه جوړکړئ، او ما لره هیڅ مهلت مه راکوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 194 راتلونکې الاعراف • آیت 196