بېشكه زما مدد كوونكى هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي الاعراف ۷:۱۹۶ ⧉
تفسیر:
بیشکه مددګار او دوست زما یوازې الله تعالی دی هغه چې زما ساتنه کوي، نو زه له هغه پرته له چا امید نه لرم، او زه ستاسو د بتانو نه هیڅ نه ویریږم، نو پس الله تعالی هغه ذات دی چې په ما یې قرآن کریم لږ لږ رالیږلی دی د خلکو هدایت لپاره، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې دوستي کوي د نیکانو سره د خپلو بندګانو نه، نو هغوی ساتي او مدد یې کوي.